کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ابدالي:هند افغانستان سره د (خويندو ښارونه) تړون لاسليک کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 سنبله 1396 ساعت 8:38


په هند کې د افغانستان سفارت په نووښت او وړانديزد هند لس آيالته به د افغانستان د لسو ښارونو سره د اقتصادي کلتوري او ولسي اړیکو د ودې له پاره د سیسټر سټي يا د خويندو ښارونو د تړون په اساس اړيکي پيل کړي.

په هند کې د افغانستان سفیر ښاغلي شیدا محمد ابدالي امريکا غږ ته وويل: په دې تړون کې به نوی ډهلی د کابل،ممبي ښار د قندهار،اجمیر شریف د هرات ،اسام د هلمند،او حیدراباد د جلال آباد او ځینې نورهندي ښارونه د افغانستان د ښارونو سره د لاسليک شويو تړونونو او مشخصو علايقو په اساس اړيکي ولري.

ښاغلي ابدالي وويل د هند او افغانستان د لسو ښارونو ترمنځ به د گډو مشخصاتو په اساس اړيکی ټينگې اوهمکاري پيل شي.


د مطلب کود: 149618

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/149618/ابدالي-هند-افغانستان-سره-د-خويندو-ښارونه-تړون-لاسليک-کوي

آوا
  https://www.avapress.com