کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تازه ګیو کی:

د میانمار حکومت له لوری د روهینګیایی مسلمانانو ۲۰۰ تنه ښځی او نارینه سوځول سوی دی

18 سنبله 1396 ساعت 1:55

د بشرحقوق ملاتړ ډله د فورتیفای رایتس په نامه په تازه ګزارشونو کی اعلان کړ چی په تازه ګیو کی د میانمار حکومت نوی جنایت د مسلمانانو په وړاندی ترسره کړی دی.


 

د آوا په ګزارش سره، د بشر حقوق ملاتړ فورتیفای رایتس ولیکل چی میانمار امنیتی ځواکونه د ۲۰۰ په شاوخوا نارینه او ښځی او کوچنیان په روهینګیا کی نیولی او په انبارو کی بندی کړی دی او وروسته هغوی ته اور اچولی او ټوله سوځولی دی.

میانمار نظامی ځواکونه د مسلمانانو کورونو ته اور اچونی سره هغوی قتل عام کړی او یا هم تیښتی ته مجبوره کړی دی، چی په دی منځ کی ۴۰۰ تنه د تیښتی په حال کی خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

همدارنګه بشر حقوقو ملاتړ ډله فورتیفای رایتس په بانکوک کی خبر ورکوی چی میانمار ځواکونه او راخین سیمه ایز سیمی، د ۲۰۰ تنو په شاوخوا نارینه او ښځی او کوچنیان نیولی هغوی بامبو یو کلبه لوری ته هدایت کړی او وروسته کلبه ته اور اچولی دی او ټوله سوځلۍ دی.

د میانمار حکومت او بودایانو دا کار د مسلمانانو په وړاندی د ډیرو غبرګونونو سره په ټول اسلامی هیوادونو کی مخته سوی دی.


د مطلب کود: 149513

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/149513/د-میانمار-حکومت-له-لوری-روهینګیایی-مسلمانانو-۲۰۰-تنه-ښځی-او-نارینه-سوځول-سوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com