کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حامد کرزی د طیبه کلمه ته د امریکایانو بی عزتی غبرګون:

امریکا د تروریسم سره جنګ په نامه، د افغانستان خلګو روان سره لوبه کوی

18 سنبله 1396 ساعت 1:52

حامد کرزی د افغانستان مخکنۍ ولسمشر په افغانستان کی مستقر امریکایی نظامیانو له لوری د کلمه طیبه بی عزتی چی تبلیغاتی کاغذاتو په مرسته ترسره سوی دی او ځینو سیمو کی خپور سوی دی په سختو الفاظو وغندل.


 

د آوا په ګزارش سره، د هیواد پخوانۍ ولسمشر د امریکایی ناظمی ځواکونو بی حرمتی د افغانستان خلګو روان سره لوبه وبلل.

په تیره شپه کی امریکایی ځواکونه په بګرام پروان ولایت کی ځینی تصویرونه د هوا څخه غورځولی دی چی په هغه کی شیر او سپۍ تصویر لیدل کیږی چی شیر په شدت سره د سپی لوری ته په حرکت کی دی.

تصویرونو کی سپۍ د سپین بیرغ او کلیمه طیبه نقش لری او دا خبره ډیر غبرګونونه راپارولی دی او امریکایی ځواکونه د افغانستان خلګو څخه بخښنه وغوښته.

په دی حال کی پخوانۍ ولسمشر په سختو غبرګونونو زیاته کړی دی چی امریکا د تروریسم سره جنګ په نامه په حقیقت کی د افغانستان ستم لیدلی خلګو روان سره لوبه کوی.

حامد کرزی وویل چی امریکا باید د افغانستان خلګو چوپتیا څخه بی ځایه ګټه وانه اخلی او دا باندی پوه سی چی د هر ورځی په تیریدو سره د خلګو نفرت د خارجی ځواکونو خودسرانه حضور څخه په افغانستان کی ډیریږی او دداسی کارونو ادامه سره، امریکا ته سخت او خطرناک عواقب وګوری.

حامد کرزی په آخیرو کلونو کی د امریکایی ځواکونو تګلارو څخه سخت مخالفو څخه دی او هر وخت په هیواد کی د خارجی نظامیانو تګلارو څخه نیوکه کوی.


د مطلب کود: 149512

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/149512/امریکا-د-تروریسم-سره-جنګ-په-نامه-افغانستان-خلګو-روان-لوبه-کوی

آوا
  https://www.avapress.com