په چین کې د نوي راټوکیدلي اقتصادي ځواک سرمشریزه د روسیې، چین، هند، برازیل او جنوبي امریکا مشرانو پر ګډون؛ د چین په جنوب شرقي ښار ژیامن کې د دغه هېواد د ولسمشر لخوا پرانستل شوه.
دې کلنۍ ناستې د شمالي کوریا له شپږم هستوي آزمون سره سم په کار پیل کړی، چې د چین یو ځواکمن متحد هېواد دی.
د روسیې، چین، جنوبي ارقریقې او برازیل ولسمشران د هند د لومړي وزیر په ګډون د دې ناستې برخه وال دي.
دغه هېوادونه د نړۍ نیم وګړي رانغاړي او د نړۍ د اقتصادي ځواک په توګه یې ۲۸ په سلو کې واک خپل کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې نن دوشنبه (د سپټمبر ۴مه) به د امریکا، برتانیا، جاپان، فرانسې او جنوبي کوریا په غوښتنه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د شمالي کوریا د اتومي پروګرام د ارزونې په پار ناسته وکړي.