دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۱۴
د مطلب کود : 149141
د طالبانو مشر:د بهرنیو ځواکونو وتل د جګړې یوازینۍ حل لاره ده

د طالبانو مشر ملا هبت الله د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې، په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو حضور «ښکېلاک» وباله او دا حضور یې د هېواد د سولې لپاره یې ستر خنډ وباله.

هغه ادعا کوي چې طالبان د افغانستان څه باندې نیمايي خاوره په واک کې لري.

«د افغانستان د څه باندې نمايي خاورې» د کنټرول ادعا په داسې حال کې د طالبانو له خوا کېږي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نېکلسن ویلي چې د افغانستان۶۲ سنله خاوره د مرکزي حکومت په واک کې ده، او د افغانستان په ۲۵ سنله خاوره کې جګړه روانه ده. او طالبان د دغه هېواد په ۱۰ سلنه ولسوالیو ولکه لري.

د طالبانو مشر په هېواد کې وروستیو بریدونو ته په اشارې سره وايي چې دغه ډله پر لږکیو برید کې لاس نه‎لري.

د هغه دا څرګندوې په داسې حال کې کېږي چې تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان لپاره خپله نوې تګلاره اعلان کړه او په افغانستان کې د خپلو ځواکونو پر حضور یې ټینګار وکړ.

ټرمپ اعلان وکړ چې له دې وړاندې داسې فکر کېده چې طالبان به د مذاکرې مېز ته راشي، خو دغه کار تراوسه کومه پایله نه ده لرلې او دا هېواد به پرې نه‎ږدي چې طالبان بیاځلې واک ترلاسه کړي.

د سې‎شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو رېکس تېلرسن هم ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د دغه هېواد صبر او حوصله پای نامحدوده به وي.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې د امریکا حضور به هم په دغه هېواد کې په نامحدوده توګه وي او طالبان باید دا ومني چې واشنګټن له دغه هېواد څخه نه وځي.

هغه زیاتوي چې په افغانستان کې د امریکا ډیپلماټیکې او پراختیايي مرستو پروګرامونه به هم بدلون وکړي،ځکه چې د امریکا د نوې تګلارې موخه له ترهګرۍ سره مبارزه ده او په افغانستان کې د حکومت د جوړښت ډول د دغه هېواد د خلکو په لاس کې دی.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان په جګړه کې پوځي قومندانانو ډېر واکونه ترلاسه کړي ترڅو له طالبانو سره په جګړه کې پرېکنده بدلون رامنځته شي.

خو طالبانو د کابل او واشنګټن د ګواښونو په غبرګون کې ویلي دي چې خپلې جګړې ته تر هغه مهاله دوام ورکړي چې حتا په افغانستان کې یو امریکایی سرتېری هم حضور ولري.

https://avapress.com/vdcfj1dyyw6djya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته