کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا د افغان هوایي ځواکونو لپاره د ۷۲۷ میلیون ډالرو په ارزښت قرارداد منظور کړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 سنبله 1396 ساعت 12:09

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګان په یوه بیان کې لیکلي، چې د افغان هوایي ځواکونو او ځانګړي ځواکونو په ملاتړ یوه قرارداد د ۷۲۷،۶ میلیون ډالرو په ارزښت منظور شوی دی


د امریکا متحده ایالاتو حکومت د ۷۲۷ میلیون ډالرو په ارزښت د افغان هوایي ځواکونو په ملاتړ یوه قرار منظور کړی دی.

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګان په یوه بیان کې لیکلي، چې د افغان هوایي ځواکونو او ځانګړي ځواکونو په ملاتړ یوه قرارداد د ۷۲۷،۶ میلیون ډالرو په ارزښت منظور شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه قرارداد په مارېلنډ ایالیت کې میشت لېډوز اینویشن شرکت ته ورکړل شوی دی.

د پنټاګان په وینا، د قرارداد پایلې نیټه د ۲۰۲۰ کال د مې میاشتې ۳۱ مه نیټه ټاکل شوی دی او په پام کې ده چې دغه پروژه، چې موخه یې له افغان هوایي ځواکونو او ځانګړي ځواکونو سره د تجهیزاتو په برخه کې مرستول دي، په پلازمینې کابل کې تطبیق شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت یا پنټاګان کابو دوه میاشتې مخکې ویلي وو، په پام کې ده چې د افغانستان د هوایي ځواکونو د الوتکو شمېر تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې دوه برابره شي.

د پنټاګان راپور پر بسټ، د افغان ځواکونو لپاره د شپږ نوې A-۲۹ ډوله جنګي الوتکو د جوړېدو چارې هم پیل شوي دي او AC-۲۰۸ سپکې جنګي الوتکو د اخیستلو په خاطر هم بودیجه په پام کې نیول شوې ده.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل له دې وړاندې ویلي وو، چې د امریکا حکومت په پام کې لري چې افغان هوایي ځواک ته درې پنځوس عصري UH-۶۰ یا بلک هاک هیلیکوپترونه ورکړي.

جنرال ووټل نږدې شپږ میاشتې مخکې د امریکا د سنا مجلس د پوځي خدماتو کمېټې ته وویل چې د افغان هوایي ځواکونو د پیاوړي کولو په وړاندیز کې ۸۱۴،۵ میلیون ډالر بودجې شامل دې او په پام کې ده حکومت له دغو پیسو څخه افغان هوایي ځواک ته درې پنځوس بلک هاک هیلیکوپترونه، دیرش ایم دی ۵۳۰ ایف جنګي هیلیکوپترونه، پنځه اي سي ۲۰۸ الوتکي او شپږ اي ۲۹ جنګي الوتکي برابرې کړي.


د مطلب کود: 148992

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/148992/امریکا-د-افغان-هوایي-ځواکونو-لپاره-۷۲۷-میلیون-ډالرو-په-ارزښت-قرارداد-منظور-کړ

آوا
  https://www.avapress.com