کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غني: پر جوماتونو حمله کوونکي د جګړې په ډګر کې مات شوي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 سنبله 1396 ساعت 11:32


د افغانستان ولسمشر وايي، وسله وال د دې لپاره د خلکو پر عبادت ځایونو حملې کوي چې د جګړې په ډګر کې مات شوي دي.

د صدای افغان خبری آژانس، د ارګ د خبرپاڼې په حو اله، ولسمشر محمد اشرف غني پرون جمعه پر دیني عالمانو غږ کړی چې داسې حملې وغندي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکو ازادي راډیو ته وویل چې په خېرخانه مېنه کې، د امام زمان پر جومات پر لمونځ کونکو په پرونۍ حمله کې تر اویا تنو زیات وژل شوي او زخمیان شوي دي.

د کابل د روغتونونو رئيس سید محمدسالم رسولي اسوشېټيډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې د مړو شمېر ښايي بدل شي ځکه د هغه په وینا، د ډېرو زخمیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

وسله والو کسانو پرون د جمعې د لمانځه پرمهال، پر هغو کسانو چې د لمانځه لپاره د امام زمان جومات ته تللي وو، حمله وکړه.


د مطلب کود: 148795

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/148795/غني-پر-جوماتونو-حمله-کوونکي-د-جګړې-په-ډګر-کې-مات-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com