کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ناتو غړیو هیوادونه په افغانستان کی د ترامپ وعده د سرتیرو ډیرولو سره علاقه نه ښیی

1 سنبله 1396 ساعت 18:48

د دونالد ترامپ نوی استراتژی اعلان په لړ کی د افغانستان په اړه، د ناتو غړی هیوادونه ددی استراتژی د ښه راغلاست سربیره، افغانستان ته د خپل وعدو ډیرولو او دی هیواد ته د سرتیرو اعزامولو لپاره حاضر نه دی.


د افغان غږ(آوا) په ګزارش سره، کریستوفر پاین، د استرالیا دفاعی صنایع وزیر د چهارشنبه په ورځ د امریکا د ولسمشر د استراتژی اعلان وروسته د افغانستان په اړه، وویل چی د استرالیا فدرال دولت د ډیرو مشارکت په اړه په افغانستان کی ډیر ژیر تصمیم نه اخلی.

له بل لوری، مایکل فالون، د انګلیس دفاع وزیر د ترامپ د تصمیم څخه ښه راغلاست ترڅنګ، د لندن له لوری په شان اقدام ته اشاره ونه کړ.

مایکل فالون وویل: د موږ د ایالات متحده تعهد څخه قدردانی کوو. زه د جیمز ماتیس سره په تلفنی اړیکه کی می توافق کړی دی چی د شته چالشونو سربیره، باید افغانستان شرایط وساتو، په دی هیواد کی دموکراسی پراخه کړو او د غرب په وړاندی د تروریسم ګواښ کم کړو.

هغه زیاته کړه: دا زموږ د ټولو په ګټه دی چی افغانستان په یو امن ځای بدل سی او په همدی خاطر په تیره جون میاشت کی خپل نظامی حضور ته مو پراختیا ورکړ.

اسکای نیوز خپور کړ چی داسی په نظر رسیږی چی لندن د سپین ماڼۍ له لوری رسمی بلنه په افغانستان کی د امریکایی ځواکونو ډیرولو څخه ملاتړ په خاطر نه دی ترلاسه کړی.

د آمریکایی چارواکو په وینا، ترامپ هغه طرحه امضا کړی دی چی له امله یی د څلور زرو په شاوخوا نظامی سرتیری نور افغانستان ته اعزامیږی ترڅو په هیواد کی د ۸۴۰۰ نورو امریکایی سرتیرو سره یوځای سی ددی مخکی هم دونالد ترامپ د ناتو د تګلاری څخه نیوکی کړۍ او په افغانستان کی د سرتیرو ډیرولو او ناتو بودجه سهم ډیرولو غوښتونکی سوی وو.


د مطلب کود: 148689

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/148689/د-ناتو-غړیو-هیوادونه-په-افغانستان-کی-ترامپ-وعده-سرتیرو-ډیرولو-سره-علاقه-نه-ښیی

آوا
  https://www.avapress.com