کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عربستان ائتلاف په یمن کی ماته خوړلۍ دی

31 اسد 1396 ساعت 21:22

د سعودی عربستان رهبری لاندی ائتلاف د یمنیانو څخه د ډیرو سیمو د بیرته نیولو لپاره هیڅ کوم پرمختګ ته نه دی رسیدلی.


 

  د آوا په ګزارش د الجزیره تلویزیون څخه په نقل سره؛ سازمان ملل متحد په یو ګزارش کی اعلان کړی دی چی د عربستان نظامی عملیات په یمن کی د ماتی سره مخ سوی دی.

د سازمان ملل متحد په ګزارش کی راغلی دی چی په هغه هیواد کی چی د قحطی او وږیتوب سره مخ سوی دی په لسګونه زره کسان وژل سوی او میلیونونه کسان هم بی ځایه سوی دی.

سازمان ملل متحد همدارنګه زیاتوی چی د سعودی عربستان تر مشری لاندی ائتلاف د یمنیانو په وړاندی د ماتی سره مخ سوی دی.

ددی ګزارش په اساس په اوسنۍ حال کی د ۷ میلیونو تنو په شاوخوا یمنیان د قحطی او وږیتوب سره مخ دی او لږترلږه نیم میلیونه تنه په اوبا باندی اخته سوی دی او دوه زره تنه هم ددی مریضی له لاسه ژوند له لاسه ورکړی دی.

همدارنګه د یمن د اقتصادی شرایطو په اړه هم اندیښنی ښودل سوی دی او ددی هیواد ږیر بیارغونه لیری خبره ده.


د مطلب کود: 148645

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/148645/د-عربستان-ائتلاف-په-یمن-کی-ماته-خوړلۍ-دی

آوا
  https://www.avapress.com