کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جوزجان ولایت خم آب ولسوالی مرکز ته څېرمه سختې نښتې روانې دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 اسد 1396 ساعت 10:27


د جوزجان ولایت په خم آبا ولسوالی مرکز ته څېرمه د امنیتي ځواکونو او د دولت ضد وسله والو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.

په همدې حال کې ځینې راپورونو ښیي چې د خم آب ولسوالی ودانې او نورې سیمې د وسله والو طالبانو په لاس سقوط کړي دي خو د ولسوالی امنیه قومندانی مرکز لا هم د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.

ځایي حکومتي او امنیتي چارواکې تر اوسه پهدې اړه څه نه دي ویلي.

د روان نښتې په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو د احتمالي تلفاتو او د وسله والو مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه کره معلومات په لاس کې نشته.

جوزجان د افغانستان په شمال کې د هېواد له ناامنه او د طالبانو د جنګیالیو د او نورو وسله والو ډلو فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

د جوزجان ولایت په خینې سیمو کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله وال هم فعالیت لري.


د مطلب کود: 148544

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/148544/د-جوزجان-ولایت-خم-آب-ولسوالی-مرکز-ته-څېرمه-سختې-نښتې-روانې-دي

آوا
  https://www.avapress.com