کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

میدان وردګو کې نښتې وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله واړوله

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 اسد 1396 ساعت 9:19


په مرکز ومیدان وردګو ولایت کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه پنځه لس تنه وسله والو تنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د میدان وردګو امنیه قوماندانی په یوه بیان کې لیکلي، چې وسله والو طالبانو تیره ورځ د سید اباد ولسوالی په اړوند سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډلییز برید پیل کړل.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د نشتې په ترڅ کې لږ تر لږه اته وسله وال طالبان وژل شوي اوو شپږ نور ټپیان دي.

د امنیه قوماندانی په وینا، د نښتې په پایله کې یو میل راکټ انداز، د راکټ انداز دوه مرمې، او نورې پوځي وسایل د امنیتي ځواکونو په لاس ورغلي دي.

په همدې حال کې د میدان وردګو امنیه قوماندانی وایي، د نښتې په ترڅ کې د ملي پولیس یوه سرتیري هم ټپي شوی دی.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

میدان وردګو ولایت د افغانستان په مرکز کې د هېواد له نسبتاً ناامنه او د طالبانو د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.


د مطلب کود: 148539

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/148539/میدان-وردګو-کې-نښتې-وسله-وال-طالبانو-ته-مرګ-ژوبله-واړوله

آوا
  https://www.avapress.com