د کندهار ولایت چارواکي ویلی، په دی ولایت کې د سرحدي پولیسو او وسله والو تر منځ نښته شوي دي.
کندهار ولایت کي ۱۰ وسله والو وژل شوی
28 اسد 1396 ساعت 18:55
د کندهار ولایت چارواکي ویلی، په دی ولایت کې د سرحدي پولیسو او وسله والو تر منځ نښته شوي دي.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، دغه نښته پرون ډورنډ فرضي کرښې ته نېږدې د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده او له امله ۱۰ وسله والو طالبان او ۴ سرحدي پولیس وژل شوی.
د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درانی په دی اړه وایی، چې د سرحدي امنیتی پولیسو په ځوابیه برید کې د یوه سیمه ییز قوماندان په ګډون ۱۰ وسله والو وژل شوي.
خو تر اوسه د دولت مخالفینو طالبانو په دی اړه څه نه دی ویلی.
د مطلب کود: 148475