کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ننګرهار دوه تنه سیمه ایز چارواکی د ۱۵ تنو سره په حبس باندی محکوم سو

27 اسد 1396 ساعت 21:22

د ننګرهار سیمه ایز چارواکی وایی چی ددی ولایت د شیوه ولسوالی پخوانی ولسوالی او د پولیسو قومانده د ۱۵ تنو سره د یو څخه تر څلور کالو پوری په حبس محکوم سو.


 

 

د آوا په ګزارش سره، دا دوه سیمه ایز چارواکی او ۱۵ تنه نظامی او غیری نظامی کسان د یو څخه تر څلورو کلونو پوری په حبس محکوم سو.

نجیب فروتن، د ننګرهار قضایی محکمی مشر وایی دوه سیمه ایز چارواکی د شیوه ولسوالی پولیس قومانده او مخکنی ولسوالی په شتون دی.

د هغه په وینا دوه تنه په دی تورن دی چی د خپل کاری صلاحیتونو څخه سو‌ء استفاده کړی دی.

همدارنګه دا مسئول چارواکی ویلی دی چی ۱۵ تنه نور نظامی او غیری نظامی کسان د بیلابیلو جرایمو له امله د حبس سربیره په نقدی جریمو باندی هم محکوم سوی دی.

دا په داسی حال کی دی چی فرهاد نیایش د هرات پخوانۍ ښاروال د اداری فساد په تور په چهارشنبه کی په کابل کی ونیول سو.


د مطلب کود: 148431

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/148431/د-ننګرهار-دوه-تنه-سیمه-ایز-چارواکی-۱۵-تنو-سره-په-حبس-باندی-محکوم-سو

آوا
  https://www.avapress.com