کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د داعش ضد د عملیاتو په ترڅ کې افغان او امرکایي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 اسد 1396 ساعت 9:59


د افغانستان په ختیځ کې د داعش وسله والو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې افغان او امریکایي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د صدای افغان خبری آژانس، په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه وایي، پیښه د افغانستان په ختیځ سیمو کې رامنځته شوې ده خو د پیښې اصلي ځای تر اوسه نه دې په ډاګه کړی.

د امریکایي ځواکونو له خوا به خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د نښتې په ترڅ کې ټپي شوی یو تن امریکایي سرتیری د سخت ټپونو له امله ساه ورکړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې نور ټپي شوي امریکایي او افغان ځواکونو د درملنې لپاره روغتون ته لیږدول شوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه او افغان پوځیان په ختیځ ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د داعش ضد په عملیاتو بوخت دي.

دواړه ولایتونه د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.


د مطلب کود: 148371

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/148371/د-داعش-ضد-عملیاتو-په-ترڅ-کې-افغان-او-امرکایي-ځواکونو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com