کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل ښار کې د یو جومات ملا امام او موذن د ماینونو د کارولو په تور نیول شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 اسد 1396 ساعت 9:10


ه پلازمینې کابل ښار کې د یو جومات ملا امام او موذن د مقناطیسي ماین د ځای پر ځای کولو په تور د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي.

د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وایي، دغه دوه کسان هغه مهال ونیول شول چې د یوه کور په دروازه کې مقناطیسي ماین ځای پر ځای کړی وه.

چارواکي زیاتوي، چې دغه دوه کسان د کابل ښار له لسمې امنیتي حوزې اړوند سیمې څخه نیول شوي او د قضیې په اړه څیړنې روانې دي.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د دولت ضد وسله والې ډلې د هېواد په یو شمېر مهم ښارونو کې خپل ترهګریز فعالیتونو ته زور ورکړي.

د کابل ښار په ده افغانانو سیمه کې د یکشبنې په شپه د مقناطیسي ماین د چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه درې کسان ټپیان شول.

له دې وړاندې هم د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې د مقناطیسي ماین د چاودنې په ترڅ کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.


د مطلب کود: 148365

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/148365/کابل-ښار-کې-د-یو-جومات-ملا-امام-او-موذن-ماینونو-کارولو-په-تور-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com