کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ویس احمد برمک محمد اشرف غنی لخوا کورنیو چارو وزارت ته نوماند شوی

23 اسد 1396 ساعت 12:59

ویلکږی ، ویس احمد برمک محمد اشرف غنی لخوا کورنیو چارو وزارت ته نوماند شوی، همداراز پخوانی وزیر، تاج محمدجاهد په امنیتي چارو کې د ولسمشر سلاکارشوی.



د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، د افغان ولسمشرپه دولت کې له پېښو سره د مبارزې وزیر، ویس احمد برمک د کورنیو چارو وزارت ته نوماند کړی او پخوانی د کورنیو چارو وزیر، تاج محمدجاهد په امنیتي چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر په توګه ګمارلی دی.
د ارګ خبر خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي:«د اساسي قانون ۶۴ مادې او ۱۱ فقرې پر اساس د ویس احمد برمک مقرري د کورنیو چارو وزارت نوماند په توګه منظور شوه.
سرچینیو زیاتیوی، ده چې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر به نوموړی پارلمان ته د رایو اخیستو په موخه معرفي کړي.
خبرپاڼه کې ویلی، د محمد اشرف غنی بېل فرمان په ترڅ کې راغلي دي چې د کورنیو چارو پخوانی وزیر، تاج محمد جاهد یې په امنیتي چارو کې د ولسمشر سلاکار په توګه ټاکلی دی.


د مطلب کود: 148212

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/148212/ویس-احمد-برمک-محمد-اشرف-غنی-لخوا-کورنیو-چارو-وزارت-ته-نوماند-شوی

آوا
  https://www.avapress.com