دخپریدو نیټه :جمعه ۲۰ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۳۸
د مطلب کود : 148046
د میرزا اولنګ سیمې د تصفیې عملیات پیل شول

د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ په میرزا اولنګ سیمه کې افغان امنیتي ځواکونو نن مځکني عملیات پیل کړل.

د سرپل د والي ویاند ته وویل چې دا عملیلت د میرزا اولنګ سیمې د بشپړې تصفیې په مقصد پیل شوي.

طالب وسله والو او داعشیانو تېره شنبه پر میرزا اولینګ یو ځای حمله وکړه چې د چارواکو په خبره لسګونه تنه یې ووژل او لا هم لسګونه کورنۍ هلته سیمه کې د دولت ضد وسله والو لخوا اکلابند دي.

پر میرزا اولنګ د شاهین قول اردو هوایي او توپچي عملیات دوې ورځې دمخه پیل شوي و، خو ځمکني تصفیه یې عملیات د محلي چارواکو د پرله پسې غوښتنو یوه اونۍ وروسته نن غرمه پیل شول.

په دې عملیاتو کې د ملي اردو ځواکونو سربېره، د سرپل ملي او سیمه ییز پولیس، محلي پاڅون کوونکي او په شمال زون کې د ذوالفقار کندک کوماندو سرتېري ونډه لري.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci5vazqt1a5u2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته