په ختیځ ننګرهار ولایت کې د وسله والو طالبانو یه مهم قوماندان چې مشهور په زرقاوي و، د امنیتي ځواکونو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوی.
دننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په حکیم اباد سیمه کې د امنیتي منسوبینو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې،چې په ترڅ کې د یو قوماندان په ګډون ۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې یاده نښته،چې نن سهار شاوخوا اووه بجې رامنځته شوې وه،په ترڅ کې د نعمت الله چې مشهور په زرقاوي وو او په سیمه کې د وسله والو طالبانو قوماندان وو،هم په وژل شوو مخالفینو کې شامل دی.
د ولایت مقام په وینا، په یاده نښته کې د ملي پولیسو یو سرتېری هم شهید شوی دی .
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو او نورو وسله والو د ځپلو په موخه افغان امنیتي ځواکونه د ننګرهار په یو شمېر نا امن ولسوالیو کې په چاڼیزو عملیاتو بوخت دي.