کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سرپل والي: طالبانو د 'میرزاولنګ' له نیولو وروسته عامه وژنه کړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 اسد 1396 ساعت 14:21


 د سرپل والي ظاهر وحدت یک تلویزیون ته ویلي چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت د صیاد ولسوالۍ د میرزاولنګ سیمې له نیول کیدو وروسته نږدې ۵۰تنه ملکي وګړي وژلي دي.

د ښاغلي وحدت په وینا په وژل شوو کسانو کې پنځه تنه ولسي پاڅون کوونکي او پاتې نور یې ملکي وګړي دي.

وسله والو طالبانو تیره ورځ (شنبې د زمري ۱۴) له څو خواوو د سرپل ولایت پر صیاد ولسوالۍ برید وکړ چې په ترڅ کې یې د دغې ولسوالۍ میرزاولنګ سیمه په خپل کنټرول کې راوسته.


د مطلب کود: 147735

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/147735/د-سرپل-والي-طالبانو-میرزاولنګ-له-نیولو-وروسته-عامه-وژنه-کړې

آوا
  https://www.avapress.com