کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لوګر کې د وسله والو طالبانو په برید کې د یوې کورنې پنځه غړي وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 اسد 1396 ساعت 12:42


لوګر ولایت امنیه قومندانۍ د امنیت امر په وینا چې تیره شپه د مرکز د الوزي په سیمه کې وسله والو مخالفینو په امنیتي ځواکونو ډزې وکړې چې د وسله والو مرمۍ په یو کور لږیدلي دي او د بثری په نوم یو کس سره د هغه دوه ځامن او دوه لوڼي شهیدانې شویدي, او همدارنګه نورې مرمۍ په یومسجد لګیدلي دي.

د لوګر ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې دلوګر والي محمد حلیم فدایي, د امنیې قوماندان ډګر جنرال عصمت الله علیزي او د لوا قوماندان برید جنرال عبدالرازق صافي نن د عزیز خان او میرزا عبدالرشید کلیو کې د همدې مدرسې او جومات څخه لیدنه وکړه کوم چې د مخالفینو په ډزو او برید کې په مرمیو لګېدلی, شیشې یې ماتې شوي او داوبو ټانکي یې سوري شوېدي او د لاوډسپیکر بیټري یې هم له منځه تللي دي.

د لوګر والي فورا د لاوډسپیکر او شیشو د ترمیمولو لپاره ورسره مرسته وکړه او راتلونکې اونۍ یې ورسره ژمنه وکړه چې مسجد به په بشپړ ډول ترمیم, رنګمالې او د لمونځ کوونکو لپاره د استفادې وړ وګرځوي.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 147678

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/147678/لوګر-کې-د-وسله-والو-طالبانو-په-برید-یوې-کورنې-پنځه-غړي-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com