کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل ورودی دروازو باندی د تلاشی لپاره د څلورو اسکنرو نصبیدل

13 اسد 1396 ساعت 22:07

د کابل عمومی ګارنیزیون قوماندانی د کابل ښار ته د داخلیدونکو وسایطو تلاشی لپاره د څلورو اسکنرو د کار پیلیدو څخه خبر ورکوی.


 

 

د آوا په ګزارش سره، جنرال افضل امان د کابل قوماندانی ګارنیزیون سرپرست وایی چی سبا د اسد پر ۱۴ تاریخ باندی نوی ماموران چی د اسکنر ماشینونو څخه ګټه اخیستنی لپاره زده کړی لیدلی، خپل کار شروع کوی.

د هغه په وینا، ددی اسکنرونو د کار په شروع کیدو سره به د هیواد پایتخت امنیتی وضعیت به ښه سی.

د ښاغلی امان په باور، ددی وروسته درانه وسایط چی ډیر وزن لری د کابل دروازو څخه تیریدلو پر مهال دقیق تلاشی سی.

ښاغلی امان وایی چی هر یو ددی اسکنرونو څخه د څلورومامورانو له لوری چی زده کړی یی لیدلی اداره کیږی چی کولای سی مخدره توکی، اسلحه او چاودیدونکی توکی تشخیص کړی.

ویل کیږی چی د کابل ښار ورودی دقیق نه کنترول، په پایتخت کی د چاودنو او ناامنیو اصلی لامل حسابیږی.


د مطلب کود: 147656

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/147656/د-کابل-ورودی-دروازو-باندی-تلاشی-لپاره-څلورو-اسکنرو-نصبیدل

آوا
  https://www.avapress.com