کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند کی یو شمېر قاچاق وړونکي نیول شوي دی

12 اسد 1396 ساعت 17:02

د هلمند چارواکي وايي، به دی دغه ولایت کي افغان امنیتي ځواکونو د نشه يي توکو د تولید یوه کارخانه او په کې نشه يي توکي له منځه وړي دي.



د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، په هلمند کې د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې  ویلی دی، دغه ځانګړي عملیات د افغان پوځ د ځانګړو ځواکونو او د نشه يی توکو پر د مبارزې پولیس له خوا تر سره شوي دي.
سرچنیو وایی، چې عملیات د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې تر سره شول.
سرچینې زیاته کړې، چې د عملیاتو په ترڅ کې د ۱۸ ملیونو ډالرو په ارزښت د نشه یي توکو او د نشه یي موادو د تولید يوه کارخانه ويجاړه شوې ده.
خبرپاڼه زیاتیوی، چې په عملیاتو کې یو شمېر قاچاق وړونکي هم نیول شوي او دغه راز یوه اندازه وسلې هم د افغان پوځیانو لاس ته ورغلې دي.


د مطلب کود: 147606

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/147606/هلمند-کی-یو-شمېر-قاچاق-وړونکي-نیول-شوي-دی

آوا
  https://www.avapress.com