کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار کې طالبانو د اوبو یوه بند په بمونو الوزولی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 اسد 1396 ساعت 15:12


په سویل کندهار ولایت کې ځایي حکومتي چارواکي وایي، وسله والو طالبانو په دې ولایت کې د اوبو یوه بند په بمونو الوزولی دی.

د کندرهار امنیه قومانداني ویاند ضیا دراني په وینا، پیښه نن سهار د شورابک ولسوالی په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړې زیاته کړه، چې وسله والو طالبانو په یاد ولسوالی کې په یوه لېرې پرته سیمه کې د اوبو یوه بند د چاودیدونکې توکې په واسطه والوزولی.

د ښاغلي دراني په وینا، د اوبو دغه بند په سیمه کې د بزګرو سل ګونه جریبه ځمکه او باغونه یې خړوبول.

د دولت ضد وسله والې ډلې د طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

کندهار د افغانستان په سویل کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت خراب شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې په سویل کې پر یو شمېر مهم ولایتونو خپل بریدونه زیاته کړي دي.

تیره اونی هم د وسله والو طالبانو په یوه ډلییز برید کې لږ تر لږه ۳۰ تنه د ملي اردو سرتيري شهیدان شول او لسګونه نور ټپیان شول.

سرچینه: خامه پرس


د مطلب کود: 147235

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/147235/کندهار-کې-طالبانو-د-اوبو-یوه-بند-په-بمونو-الوزولی

آوا
  https://www.avapress.com