کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموینې نتایج اعلان کړې

7 اسد 1396 ساعت 12:26


د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت نن په رسمي ډول د کانکور ازموينې پایلې د یوه مطابوعاتي کنفرانس په ترڅ کې اعلان کړې.

د صدای افغان خبری آژانس، د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وایي، د ۱۳۹۵هجري لمریز کال د کانکور په امتحاناتو کې ۱۶۹۵۲۹ د دولسم ټولګي فارغانین بخه اخیستې وه.

چارواکي زیاتوي، له دغو کسانو تر ۱۴۰ زره زیات کسان په دې توانېدلي چې پوهنتونو او نورو تحصيلي موسسو ته لار پيدا کړي.

د چارواکو په وینا، دولتي لوړو زده کړو موسسو ته بریاليو کسانو شمېر ۶۰۶۲۹ او دولتي نیمه عالي موسسو ته د بریالیو کسانو شمېر ۳۱۰۲۹ تنه دي”

نوموړي وايي پر دې سربېره د خصوصي عالی تحصیلاتو موسسو ته د شامېلېدو په شرایطو برابر کسانو شمېر ۵۵۲۶۶ کسان دي.

رضا د عوض زوی د کابل ولایت د هېواد ښوونځي څخه د لوړو نومرو په اخیستو سره د کانکور اول نومره بلل شوی.

په همدې حال کې اختر محمد د چمن علي زوی له غزني ولایت څخه دوهم او ذبیح الله د رحمت زوی له کابل ولایت څخه د کانکور درېیم نمره بلل شوی.


د مطلب کود: 147226

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/147226/د-لوړو-زده-کړو-وزارت-کانکور-ازموینې-نتایج-اعلان-کړې

آوا
  https://www.avapress.com