د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د افغانستان د اردو، پولیسو او کومانډو ځواکونو ۱۳۰ تنه منسوبین، تیره شپه د فاریاب ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې وسلهوالو طالبانو ته تسلیم شوي دي.
د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش امریکا غږ اشنا ته وویل، په تسلیم شویو منسوبینو کې ۳۰ تنه کمانډویان، ۲۰ تنه د پوځ سرتیري، ۱۰ پولیس او د ولسي پاڅون کوونکو یو شمیر سرتیري شامل دي.
د رپوټونو له مخې، طالبانو ته د ولسي پاڅون کوونکو تسلیم شوي ځواکونه، د فاریاب ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د ناصر په نوم د سیمهییزو پولیسو یو قوماندان پورې تړاو لري.
لا تر اوسه د دغو ځواکونو برخلیک روښانه شوی نه دی.
وسلهوالو طالبانو هم لا تر اوسه د تسلیم شویو ځواکونو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د فاریاب ولایت د کوهستان ولسوالۍ دوه ورځې مخکې وسلهوالو طالبانو له افغان امنیتي ځواکونو سره له څو ساعته جګړې وروسته ونیوه.
د فاریاب امنیتي چارواکي وايي، د دغې ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره د فاریاب ولایت ته تازه دمي ځواکونه رسیدلي دي.
د هغوی پر وینا، افغان هوايي ځواکونو پر کوهستان ولسوالۍ باندې بمبارۍ هم پیل کړي، خو تر اوسه په دغو بمباریو کې د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.