طالبان تیره شپه د ۹:۴۵ بجو په شاوخوا د قندوز ښار باندی دوه هاوانونه و توغول.
د قندوز لمړۍ حوزه او چوک باندی د دوو هاوانو لګیدنه
31 سرطان 1396 ساعت 15:28
طالبان تیره شپه د ۹:۴۵ بجو په شاوخوا د قندوز ښار باندی دوه هاوانونه و توغول.
د آوا په ګزارش سره، لمړۍ هاوان د قندوز ښار چوک باندی توغیدلی چی په نتیجه کی یی د قندوز پولیسو دریم حوزه آمر او د څلورم حوزی یو سرتیری سطحی زخم اخیستی دی.
د قندوز امنیتی پولیسو دریم حوزه امر چی په دی پیښه کی زخمی سوی دی تاییدوی چی د ګزمه په وخت کی د قندوز په چوک کی د طالبانو له لوری پرهغوی باندی هاوان توغول سوی دی.
په همدی حال کی نوری سرچینی هم وایی چی ددی پیښی سره همزمانه، یو بل هاوان د پولیسو امنیتی لمړۍ حوزی باندی لویدلی دی.
تراوسه نه دی معلوم چی په دی پیښه کی چاته کوم زیان رسیدلی دی که نه.
د مطلب کود: 146819