کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې ۶ سرتېري وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 31 سرطان 1396 ساعت 13:32


د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند ګلبهار مجاهد وایي، دا پېښه په پشت کوه ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، هغه زیاتوي، تېره شپه درې سوه طالبانو د دغې ولسوالۍ پر ودانې برید وکړ او غوښتل یی ولسوالي ونیسي؛ خو د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.

د نوموړي په وینا؛ په دغه برید کی د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي او پېنځه نور ټپیان دي.

د پشت کوه ولسوال عبدالحکیم هم دا برید تائیدوي او وایي، په برید کی اووه وسلوال هم وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې محلي سرچینې د امنیتي ځواکونو د مرګ و ژوبلې شمېر لوړه ښیي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 146805

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/146805/د-فراه-په-پشت-رود-ولسوالۍ-کې-۶-سرتېري-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com