دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۲۵
د مطلب کود : 146506
د سنامجلس غړۍ: د افغانستان دولت د مسجدالاقصی محاصره د اسرائیلی غاصبینو له لوری، په سختوټکو محکوم کړی

 

د سنا مجلس یو غړۍ د افغانستان دولت څخه وغوښته ترڅو د مسلمانانو لمړۍ قبلی یعنی مسجدالاقصی محاصره د اسرائیلو غاصب رژیم له لوری، په وړاندی غبرګون وښیی او محکوم یی کړی.

د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) په ګزارش سره، میرحاتم تره خیل، د افغانستان سنا مجلس غړۍ د پرون په ناسته کی وویل چی مسجد الاقصی د څو ورځو راهیسی د غاصبینو له لوری محاصره سوی دی او هلته چاته د لمونځ کولو اجازه نه ورکول کیږی.

ښاغلی تره خیل په دی بیان سره چی بیت المقدس د مسلمانانو لمړنۍ قبله دی، زیاته کړه: مسجدالاقصی دا یواځی د فلسطین په مسلمانانو پوری نه مربوطیږی، بلکه د ټول نړۍ مسلمانانو پوری مربوطیږی او باید د هغه څخه دفاع وکړی.

هغه د سنا مجلس او افغانستان دولت څخه وغوښته چی د اسرائیل غاصب رژیم دا عمل محکوم کړی.

https://avapress.com/vdchv-nz-23nkmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته