دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۲۸
د مطلب کود : 146466
ننګرهار ولايت لپاره ۴ نوي پلان شوي ښارګوټي منظور شول

په ختیځ ننګرهار ولایت کې سیمه ییز حکومتي چارواکي وایي، د یاد ولایت لپاره د څلور نوي پلان شوي ښارګونې د ښار او کور جوړونې وزارت له خوا منظور شوي دي.

د ننګرهار ولایت مقام له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې د ننګرهار والي او د دې ولايت يو شمېر ادارو رئیسانو د چنګاښ په ۲۵مه په کابل کې د ښار جوړونې وزير سره د ناستې پر مهال په دغه ولايت کې ۴ پلان شوي ښارګوټي رسماً منظور او د اداري چارو تر بشپړيدو وروسته به يې د جوړولو عملي چارې پيل شي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغه ناستې پر مهال سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، چې ننګرهار لپاره نوي ښارګوټي د ښار جوړونې وزارت ته وړانديز شوي و، چې د ولايتي ادارې او ښار جوړونې وزارت مسئولينو ترمنځ دغه ښارګوټي رسماً منظور شول.

نوموړي زياته کړه، چې په دغه ښارګوټو کې د بهر اباد درېيمه برخه، د غاليو اوبدلو، د شهید زړه ور زاهد د پوليسو اکاډمۍ استادانو ښارګوټی او د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې د قصبې ساحې ته د ښار جوړونې وزارت پلان سره سم پراختيا ورکول کيږي.

د ښارو جوړونې رئيس عبدالقهار حيدري وويل، چې د دغه ښار ګوټو په جوړيدو سره به په دې ولايت کې د يو شمېر کورنيو د سرپناه ستونزه حل شي.

په دغه ناسته کې د ښار جوړونې وزير سيد سادات منصور نادري او ورسره معينانو، سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل، د ولسي جرګې د ماليې او بوديجې مشر او غړو امر خان يار او امير جان دولتزي، د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري، ولایتي شورا غړي اجمل عمر، د ښار جوړونې رئیس عبدالقهار حيدري او د جلال اباد سرپرست ښاروال انجينر حکيم الدين ګډون در لود.

سرچینه: خامه پرس

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcceeqse2bq008.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته