دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۵۶
د مطلب کود : 146437
په افغانستان کی د داعش ترکیب ډیر خارجیان جوړوی
د ناتو خارجی ځواکونو قوماندان وایی: د داعش تروریستی ډلی ډیر ځواکونه خارجیان دی چی افغانستان ته راغلی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، جنرال جان نیکلسون؛ په افغانستان کی د خارجی ځواکونو قوماندان، وایی: د افغان او امریکایی ځواکونو مشترک عملیاتونو په نتیجه کی د داعش ډلی خراسان شاخه ډیر ټکول سوی دی.

نیکلسون زیاتوی: ددی عملیاتونو په لړ کی ددی ډلی ډیر جنګیدونکی او قوماندان او دری مشران یی هم وژل سوی دی.

جنرال نیکلسون وویل: موږ په یو هوایی برید کی د سرطان په ۲۰ نیټه، ابو سعید د خراسان ولایت امیر په کنر کی ووژله چی د یو کال راهیسی دا دریم داعش امیر وو چی خپل افغان همکارانو سره مو وژلی دی.

هغه وویل: داعش مسلح ځواکونو ډیریی افغان نه دی، بلکه هغه خارجیان دی چی افغانستان ته راځی او افغانان مشکلاتو سره مخامخوی. موږ د افغان حکومت سره ددی ډلی د نابودولو لپاره خپل کار ته ادامه ورکوو.

نیکلسون وویل: که داعش خپل څلورم امیر هم وټاکی هغه به هم ووژنی.

دا په داسی حال کی دی چی داعش تروریستی ډله تراوسه د ابو سعید وژنه نه دی تایید کړی.

https://avapress.com/vdcaein6049nyy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته