دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۰۰
د مطلب کود : 146429
د رحمت الله نبیل په مشری یوه نوې سیاسي ګوند د موجودیت اعلان وکړ

د افغانستان د ملي امنیت ریاست پخواني مشر رحمت الله نبیل او د پخواني ولسمشر ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا په مشری یوه نوې سیاسي ګوند نن د مجودیت اعلان وکړ.

ښاغلي نبیل د نوې سیاسي ګوند «محور» د موجودیت د اعلانیدو په مراسم کې د وینا پر مهال وویل، چې د یاد ګوند مشرتابه شورا ۷۴ غړي لري او اصلي هدف یې له نژداي، قومي، او لساني تبعیض سره مبارزه ده.

نومړې زیاته کړه، چې محور ګوند هیڅکله نه غواړي چې د حکومت په قدرت کې ځان شریک کړي او ټینګار یې وکړ چې یاد ګوند دا تمه هم نه لري چې موجود نظام رانسکور شي.

هغه په همې حال کې پر ملي یووالي حکومت غږ وکړ چې په هېواد کې د بې باوري او اختلافاتو وضعیت ته د پای ټکې کیږدي.

د ملی امنیت ریاست پخواني پر حکومت نیوکه وکړه چې د حکومت مشرتابه د هېواد د راتلونکې لپاره هیڅ ډول واضح لیدلوری نه لري.

د محور نامه لاندې نوې ګوند په داسې حال کې د موجودیت اعلان کوي چې د “افغانستان د ژغورنې لپاره د ائتلاف عالي شورا” په نوم ايتلاف عالي شورا نږدې درې اونی مخکې خپل موجوديت اعلان كړ.

د دغې تلوالې بنسټګر د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند، د محمد محقق په مشرۍ د خلکو اسلامي وحدت او د صلاح الدین رباني په مشرۍ د اسلامي جمعیت ګوندونه دي.

د دغو ګوندونو مشران وایي، په هېواد کې د نظام د سقوط او د ګډوډيو د مخنيوي لپاره سره راټول شوي ول.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb50b89rhbaap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته