دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۴
د مطلب کود : 146416
پاکستان ته یوځل بیا د ګڼ شمېر ماشومانو د قاچاق مخه ونیول شوه

د غزني سرپرست امنيه قوماندان مصطفى مايار تیره ورځ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د وینا پر مهال وويل، چې امنیتی ځواکونه په قره باغ ولسوالی کې ۱۳ تنه ماشومان له هغه قاچاق کوونکو له منګلو ژغورلي چې غوښتل يې ګاونډي پاکستان ته يې واړوي.

نوموړې زیاته کړه، چې قاچاق وړونکې دغه ماشومان پاکستان ته يې د وسله والو بريدونو د تيارولو په هدف روان کړي وو.

هغه زیاته کړه، چې د ماشومانو د قاچاق په تړاو درې تنه کسان هم د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

تېره اونۍ هم په غزني ولايت كې پاکستان ته د تروريستي زده کړو په هدف لېږدېدونکي ۲۵ ماشومان نيول شوي وو.

د دولت ضد وسله والې ډلې د طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د ماشومانو د حقوقو مدافعان وايي، دوي په افغانستان کې د ماشومانو څخه د جګړې په لیکو کار اخیستلو اندېښمن کړي.

د راپورونو پر بنسټ ، له ماشومانو څخه د سرتیرو په توګه ډیر کله د حکومت مخالف وسلوال کار اخلي.

د راپورونو په وینا د حکومت مخالفو وسلوالو ماشومان د ځان وژونکیو بریدګرو او ماین ښخونکیو په توګه کارولي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchz-nz-23nkkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته