دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۵۱
د مطلب کود : 146384
د دوو میاشتو په ترڅ کی ۵۲ تنه امنیتی ځواکونه د طالبانو سره یوځای سوی دی
طالبان د یو اعلامیه په خپرولو سره دا ادعا کړی دی چی د دوو میاشتو په ترڅ کی ۵۲ تنه امنیتی ملی پولیس او سیمه ایز پولیس د قندز ولایت په خان آباد کی د طالبانو سره یوځای سوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د طالبانو دا ادعا په داسی حال کی صورت نیولی دی چی د قندز سیمه ایز چارواکی د طالبانوسره د امنیتی ځواکونو یوځای کیدل ردوی.

طالبان خپله په دی اعلانیه کی د ۵۲ تنو امنیتی ځواکونو نومونه لیست کړی دی چی ګویا د طالبانو سره یوځای سوی دی.

ددی بیانیی په اساس دا ځواکونه د دروازه کن، ابراهیم خیل، سبحانی، کوهستانی، باصوص، زرکمر، ارباب قیوم، دولت یار، ساری، چوپانی، ملاخیل، جنت باغ، لغمانی، ملاجمعه خان، چهار توت، موسی زی، بابکرخیل، جنګل باشی او نرورو سیموکی، د قندز ولایت خان آباد ولسوالی کی و طالبانو ته تسلیم سوی دی.

طالبانو ادعا کړی دی چی دا ځواکونه تعهد کړی دی چی د عمر ترپایه پوری به د طالبانو سره ولاړ وی.

https://avapress.com/vdcbw0b8arhbafp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته