کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هرات کې د ۱۵ میليونو ډالرو په ارزښت کېمياوي مواد نيول شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 سرطان 1396 ساعت 8:42


افغان امنيتي ځواکونو په هرات ولايت کې د پنځلسو میليونو امريکايي ډالرو په ارزښت کېمياوي مواد نيولي دي.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهادته وويل، د هرات پوليسو ټنه کېمياوي مواد چې نيولي چې زر ډبې يې د استيتيک اينهايډرايډ په نوم کېمياوي مايع د دې ولايت د پنځمې ناحيې په مربوطاتو کې ونيول.

ښاغلی فرهاد زياتوي چې دا مواد په يوه کانټينر کې ځای پر ځای شوي او جنوبي ولايتونو ته وړل کېدل چې د هرات ولايت امنيې قوماندانۍ د نشه يي موادو سره د مبارزې مديريت مسؤلينو ونيول او ورسره موټر چلوونکی هم د قاچاقو په تور نيول شوی دی.

دا کېمياوي موادو چې د هېروئينو په جوړولو کې کار ځینې اخېستل کېده، ۱۵ میليونه امريکايي ډالره ارزښت لري.


د مطلب کود: 146110

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/146110/هرات-کې-د-۱۵-میليونو-ډالرو-په-ارزښت-کېمياوي-مواد-نيول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com