کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې د لښکر اسلام مهم قوماندان شاه نواز د وژلو په اړه راپورونه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 سرطان 1396 ساعت 10:09


په ختیځ ننګرهار ولایت کې د لښکر اسلام ډلې قوماندان او څلور نور وسله وال د درې بهرنیانو په ګډون د هوایي برید په ترڅ کې وژل شوي.

د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، هسکې مینې او نازیانو ولسوالیو په مربوطاتو کې دڅلوروبهرنیانو په ګډون پنځه تنه وسله وال مخالفین وژل شوي.

د امنیه قومانداني له خوا په خپرې ښوې خبرپاڼې کې راغلي، چې تیره شپه د هسکې مینې ولسوالی اړوند د میا بابا په سیمه کې هوایي برید ترسره شوی چې په ترڅ کې د دریو بهرنیانو په ګډون څلور داعش وسله وال وژل شوی.

خپرپاڼه زیاتوي، چې همدغه راز تیره ورځ ناوخته دنازیانو ولسوالې دسپینې ژی په سیمه کې هم هوایي برید ترسره شوی چې په پایله کې دلښکر اسلام د ډلې قوماندان شاه نواز مشهور په عنان وژل شوی.

د امنیه قومانداني په وینا، په ترسره شوو هوایی بریدونو کی ملکی وګړو او امنیتی ځواکونو منسوبینو ته زیان ندې اوښتې.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچینه: خامه پرس


د مطلب کود: 145910

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/145910/ننګرهار-کې-د-لښکر-اسلام-مهم-قوماندان-شاه-نواز-وژلو-په-اړه-راپورونه

آوا
  https://www.avapress.com