کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هرات کی ۱۰ملیون دالرو په ارزښت کیمیاویی مواد د امنیتي له خوا کشف او ضبط شول

12 سرطان 1396 ساعت 16:17

د هرات ولایت چارواکي ویلی، په دی ولایت کې لس میلیون ډالرو په ارزښت کیمیاوي توکي مواد نیول شوی.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې د یاد ولایت له امنیه قوماندانۍ نه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلی، چې دغه نشه يي توکي، چې ۲۰ ټنه وزن لري په ۱۰۰۰ بوشکو کې ځای پر ځای شوی و.
خبر پانه وایی، قاچاق وړونکو غوښتل دغه توکي چې د نشه يي توکو په ځانګړې ډول د هیروینو په پروسس کې ترې کار اخستل کېږي، یوه سویلي ولایت ته انتقال کړي، چې د امنیتي ځواکونو له خوا کشف او ضبط شول.
سرچنیوی وایی، چې د دغو کیمیاوي توکو د قاچق په تړاو یو تن نیول شوی او په دې اړه پلټنې روانې دي.


د مطلب کود: 145763

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/145763/هرات-کی-۱۰ملیون-دالرو-په-ارزښت-کیمیاویی-مواد-د-امنیتي-له-خوا-کشف-او-ضبط-شول

آوا
  https://www.avapress.com