کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان پرخاوری باندی د پاکستان بیاځلی راکت غورځونی

12 سرطان 1396 ساعت 10:10

پاکستانی نظامیان یوځل بیا د کنر سرکانی ولسوالی باندی په وقفه ای ډول سره موشک غورځونی بریدونه شروع کړی دی.


د آوا په ګزارش سره، د کنر ولایت سرکانی ولسوالی ځینی اوسیدونکی د اندیښنی په ښودلو سره سلام وطندار ته وویل، پاکستانی نظامیان پاکستانی نظامیان د پرون سهار څخه پر دی ولسوالی باندی موشکونه توغوی.
د هغوی په وینا، دا موشکونه ډیر د دونهی، نولی، دوسرکه او ناوی سیمو باندی موښتی دی.
بختیار، د سرکانی یو اوسیدونکی وایی، د پرون سهار څخه تراوسه ۲۰ دانی موشکه ددی ولسوالی ځینو سیمو باندی نښتی دی، خو تراوسه د موشکونو پرځای پاتي زیانونو په اړه معلومات نشته.
غنی مصمم، د کنر والی ویاند ددی خبری په تایید سره وایی، یواځی تیره ورځ ۶ موشکونه د سرکانی ولسوالی ځینو سیمو باندی توغول سوی دی او وایی چی کوم چا ته زیان نه دی رسیدلی.
محمدرحمان دانش، د دانګام ولسوال هم وایی، تیره ورځ د ۳۰ موشکونو په شاوخوا د دیورند هغه لوری څخه د سرکانی پر ولسوالی باندی موښتی دی، خو کوم تلفات نه دی درلودلی.


د مطلب کود: 145716

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/145716/د-افغانستان-پرخاوری-باندی-پاکستان-بیاځلی-راکت-غورځونی

آوا
  https://www.avapress.com