کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران د پارلمان رییس علی لاریجانی:افغانستان د ناټو ځواکونو ته اړتیا نه‎لري

9 سرطان 1396 ساعت 13:45

د ایران د پارلمان رییس علي لاریجاني وايي چې افغانستان په یوازیتوب سره کولای شي له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي او دغه هېواد د ناټو سازمان د غړو هېوادونو ځواکونو ته اړتیا نه‎لري.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، ښاغلي لاریجاني، دغه موضوع له خپل افغان سیال عبدالرووف ابراهیمي سره د سوېلي کوریا په پلازمېنې سئول کې په لیدنه کې بیان کړې ده.
د ایران د پارلمان د رییس په باورکله هغه ځای چې د افغانان د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په کار کې بشپړه وړتیا لري، په دغه هېواد کې د هېڅ بهرني هېواد ځواکونو ته اړیتا نه‎شته.
هغه همدارنګه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور په دغه هېواد کې د پرمختګ اوپراختیا په وړاندې خنډ بولي.
په همدې حال کې د افغانستان د پارلمان رییس عبدالرووف ابراهیمي وايي چې افغانستان هڅه کوي ترڅو له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي او همدارنګه داسې یوه لاره پیدا کړي چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه، له ترهګرۍ څخه په امن کې وي.
د ایران د پارلمان د رییس علي لاریجاي څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې تهران په خپله د ځينو لوېدیځو هېوادونو له خوا د ترهګرو او تندلارو ډولو څخه په ملاتړ تورن دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسمشرۍ د علي لاریجاني د دغو ویناوو په غبرګون کې وايي چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او هېچاته اجازه نه ورکوي چې د دغه هېواد لپاره تصمیم ونیسي.


د مطلب کود: 145563

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/145563/د-ایران-پارلمان-رییس-علی-لاریجانی-افغانستان-ناټو-ځواکونو-ته-اړتیا-نه-لري

آوا
  https://www.avapress.com