کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کی د لویو قدرتونو نیابتی جنګونه زموږ د هیواد د ناامنی سبب ګرځیدلی دی

7 سرطان 1396 ساعت 9:30

سیاسی پوهان وایی چی لوی قدرتونه لکه روسیه او امریکا په افغانستان کی د تروریستی ډلو څخه په ګټه اخیستنی سره یو بل ته ضربه ورکول په لټه کی دی او په دی ډول سره زموږ په هیواد کی ناامنی ډیریږی.


د آوا د ګزارش له مخی، په افغانستان کی د آمریکا او ناتو د ځواکونو د ډیریدو زمزمی د سیاسی پوهانو د بیلابیلو غبرګونونو سره مخامخ دی.
محمد عارف اسدی، سیاسی پوه و آوا ته وویل چی د لویو قدرتونو جنګی تګلاره بدلون کړۍ او دوی نور پر یو بل باندی مستقیما نظامی بریدونه نه کوی.
هغه زیاته کړه چی په افغانستان کی د آمریکا حضور د آمریکا دشمن هیوادونو کنترول لپاره دی نو دا هیوادونه ځکه چی د خطر احساس کوی آمریکا ته ضربه ورکولو په لټه کی دی.
هغه ټینګار وکړ چی موږ د رسنیو څخه د روسیه او طالبانو د اړیکو شاهدان یو ترڅو د آمریکا په وړاندی خپل فعالیتونه ولری او له بل لوری هم د افغانستان شمال ناامنه کیدل د داعش په واسطه د روسانو او مرکزی آسیا هیوادونو ته جدی خطر منځته راوړی دی.
اسدی وویل چی په دی ځای کی دی چی روسان او آمریکایان په افغانستان کی د تروریستی ډلو څخه په ګټه اخیستنی سره یو بل ته ضربه ورکولو په لټه کی دی.
هغه زیاته کړه چی د همدی لویو قدرتونو قدرت ښوونه په افغانستان کی د ناامنیو لامل ګرځیدلی دی او هم د افغانستان خلګو او حکومت سره صادقانه همکاری نه کوی.
د هغه په باور، له بل لوری د پاکستان دولت په افغانستان کی د آمریکایی ځواکونو په بهانی سره د هیواد بی ثباته کولو لپاره، افراطی ډلی روزلی دی او په دی بهانی سره چی افغانستان د کفارو لخوا اشغال سوی دی، افغانستان ته استوی.
دا خبری په داسی حال کی کیږی چی د آمریکا حکومت تصمیم نیولی دی ۴۰۰۰ نور سرتیری هم افغانستان ته ولیږدوی. همدا اوس د ۸۴۰۰ آمریکایی سرتیرو په شاوخوا په افغانستان کی مستقر دی.


د مطلب کود: 145444

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/145444/په-افغانستان-کی-د-لویو-قدرتونو-نیابتی-جنګونه-زموږ-هیواد-ناامنی-سبب-ګرځیدلی-دی

آوا
  https://www.avapress.com