کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لښکرګاه کې موټربم برید ۲۲ تنه وژلي او له ۵۰ زیات یې ټپیان کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 سرطان 1396 ساعت 14:00


د هلمند ولایتي چارواکي وایي، نن د پنجشنبې په ورځ شاوخوا دولس بجې د دغه ولایت مرکز د لښکرګاه ښار کې د نوي کابل بانک د څانګې مخې ته یو موټر بم چاودنه شوې چې له امله یې دوویشت تنه وژل شوي او څه دپاسه پنځوسو نور ټپیان شوي دي.

د عیني شاهدانو د وینا له مخې د برید پرمهال د افغان حکومت یو شمیر ملکي مامورین او امنیتي منسوبین د دغه بانک څخه د خپلو تنخواو د اخیستلو لپاره د کابل بانک مخې ته راټول شوي وو.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ته وویل، چې د پیښې له ځایه، لښکرګاه کې ایمرجنسي روغتون ته د ۲۲ تنو جسدونه او له پنځوسو زیات ټپیان انتقال شوي دي.

د برید وروسته سیمه د امنیتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې او خبریالانو ته هم د پیښې ځای ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړل شوې.

لا تر اوسه د دغه برید مسولیت چا نه دی منلی.

د پیښې په اړه نور معلومات وروسته وړاندې کیږي.


د مطلب کود: 145180

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/145180/لښکرګاه-کې-موټربم-برید-۲۲-تنه-وژلي-او-له-۵۰-زیات-یې-ټپیان-کړي

آوا
  https://www.avapress.com