د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د نويو سیاسي همکاریو پر چوکاټ خبرې وشوې
د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د نويو سیاسي همکاریو پر چوکاټ خبرې وشوې
خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس بین الملل , 1 سرطان 1396 ساعت 11:14
د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د نويو سیاسي همکاریو پر چوکاټ خبرې وشوې
د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر نن مازدیګر د ویډیو کنفرانس له لارې د امریکا متحده ایالاتو دملي امنیت سلاکار ښاغلي جنرال مک ماسټر سره د افغانستان او سیمې پر امنیتي او سیاسي حالت خبرې وکړې. ښاغلي مک ماسټر افغان لوري ته ډاډ ورکړ، چې د امریکا دولت او خلک په پوره اخلاص او تعهد، په سختو حالاتو کې د افغانستان د خلکو او حکومت تر څنګ ولاړ دي. ښاغلي ماسټر زیاته کړه، چې د امریکا متحده ایالات له افغان دولت سره اوږد مهاله همکاریو ته ژمن دي. د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکارانو د دواړو هېوادونو د مشرتابه د راتلونکو خبرو پر محتویاتو هم بحث وکړ او د دواړو لوریو د خبرو د څرنګوالي او اجنډا پر مهمو ټکو یو لړ توافقاتو ته ورسیدل. د خبرو پر مهال دواړو لورو د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو دنویو سیاسي او امنیتي همکاریو پر چوکاټ هم خبرې وکړې، د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار وویل، چې د نوي همکاریو پر چوکاټ د خبرو لړۍ به دوام پیدا کوي، ترڅو د امریکا متحده ایالات وکولای شي د افغانستان د امنیت او ثبات په برخه کې د لازمو همکاریو لړۍ پراخه کړي. د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار ښاغلي مک ماسټر په خپلو خبرو کې وویل، چې د امریکا متحده ایالات د امنیت، ښې حکومتدارۍ، اداري فساد سره د مبارزې، سولې او د اقتصادي ودې په برخه کې د افغان دولت له هلو ځلو او پالیسیو څخه ملاتړ کوي.
د مطلب کود: 145154