کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزنی اوسیدونکو اندیښنی په ښځینه مدارسو کی د تابلتونو ویښ څخه

1 سرطان 1396 ساعت 8:54

د غزنی اوسیدونکی ددی ښار په ښځینه مدارس یا مکتبونو کی د دوه ډوله تابلت د ویښ څخه اندیښمند دی.


د آوا په ګزارش سره، اوسیدونکی وایی: که څه هم ویل سوی دی چی دا تابلتونه د وینی کموالی او د بدن د چینجیو د منځه وړنی لپاره زده کوونکو ته ورکول کیږی خو هغه وخت چی د انجونو څخه غوښتل کیږی چی ددی تابلتونو پوښونه وزارت معارف ته د استولو لپاره مدرسه ته تحویل کړی، اندیښمندوونکی دی.

احمدضیا ددی تابلتونو د ویش څخه اندیښنی ترڅنګ داسی وایی؛ احتمال لری چی دا تابلتونه د هغوی د انجونو عقیم کولو او یا عیاش او مست کولو لپاره هغوی ته وویښل سی.

په همدی حال کی شکریه یو د معلمینو څخه چی د تابلتونو په اړه د پوهی ورکولو په سیمینار کی شرکت کړی دی د آوا و خبرنګار ته وویل: د سیمینار په جریان کی موږ ته توضیح ورکړل سوی وو چی دا تابلتونه دوینی کموالی او د چینجیانو د منځه وړنی لپاره انجونو ته ښه دی چی باید په مکاتبو کی ورته وویښل سی او نورددی تابلتونو د پردی ترشا خبرو څخه اطلاع نه لرم.
خو عابد عابد؛ د غزنی معارف مشر وایی چی دا تابلتونه او ګولی د وینی کموالی او چینجیانو دمنځه وړنی لپاره ګټور دی او ددی لپاره چی انجونی صحی مرکزونو ته لاسرسی نه لری دا تابلتونه یواځی اناث طبقی ته ورکول کیږی.


د مطلب کود: 145142

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/145142/د-غزنی-اوسیدونکو-اندیښنی-په-ښځینه-مدارسو-کی-تابلتونو-ویښ-څخه

آوا
  https://www.avapress.com