ولسمشر غنی وایی چی د کابل په ښار کی د انکشافی پلان تطبیق سره، لسګونو زرو اوسیدونکو ته د کار زمینه برابریږی.
په کابل کی انکشافی او اقتصادی پلان تطبیق کیږی
31 جوزا 1396 ساعت 12:36
ولسمشر غنی وایی چی د کابل په ښار کی د انکشافی پلان تطبیق سره، لسګونو زرو اوسیدونکو ته د کار زمینه برابریږی.
د آوا په ګزارش سره، محمد اشرف غنی، د کابل ښار اقتصادی او انکشافی پلان څیړنی ناسته کی په ارګ ماڼۍ کی وویل: په لسګونو زره اوسیدونکی به د انکشافی پلان تطبیق کی په کار باندی مشغول سی.
الهام هوتکی د پایتخت انکشاف مستقل اداری مشر هم ددی ناستی په ادامه کی د ۱۵ اقتصادی او انکشافی طرحی په ارائه کولو سره زیاته کړه: دا پیشنهادونه د کابل دریا پاک کاری، ۱۰۰ مکتبونو او کلینیک جوړول په پایتخت کی، د اوبه رسونی شبکه تنظیم او تقسیم او د ښځو لپاره د مارکیتونو جوړولو لرونکی دی.
هغه زیاته کړه: ددی پروژو په تطبیق سره، د ۱۰۰ زرو څخه ډیر کسانو ته به د کار زمینه برابره سی.
د ریاست جمهوری د خبرنامه په اساس، تمویل کوونکی هیوادونو هیئتونه، د کابل ښار انکشافی او اقتصادی پلان څخه ښه راغلاست کړۍ او په دی برخه کی د همکاری لپاره تعهد کړی دی.
د مطلب کود: 145109