کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

الکوزی شرکت ته د ځمکی خرڅولو قرارداد د لغوی لپاره د مجلس تصمیم په وړاندی د سنا دریدنه/ مختلط کمیته باید جوړ سی

30 جوزا 1396 ساعت 18:40

سناتوران یو ځل بیا خپل مخالفت د مجلس په وړاندی د الکوزی شرکت ته ځمکی خرڅولو قرارداد لغوی په وړاندی وښوده او وایی چی د مجلس تصمیم په وړاندی دریږی.


د آوا په ګزارش سره، فضل هادی مسلمیار؛ د سنا مجلس مشر وویل: د نمایندګانو مجلس خپل مصوبه الکوزی شرکت په اړوند بیله دی چی سنا مجلس ته واستوی حکومت ته استولی دی.
هغه د مجلس دا کار د قانون او پارلمانی عرف خلاف وبلل او زیاته کړه: د نمایندګانو مجلس دا تصمیم د سناتورانو له لوری رد سوی دی چی په دی صورت کی باید د دواړو مجلس څخه مختلط هیئت جوړ سی.
مسلمیار وویل: مجلس که مختلط هیئت جوړ نه کړی، سنا مجلس به هم خپل تصمیم الکوزی شرکت ته د ځمکی خرڅولو تایید لپاره حکومت ته استوی.
د نمایندګانو مجلس تیره دوشنبه الکوزی شرکت ته د ۱۴۳ جریب ځمکی خرڅول غیری قانونی اعلان او اکثره نمایندګان دا خرڅونه رد کړ.
د نمایندګانو په وینا، ددی ځمکی هر جریب ۶۰۰ زره دالر ارزښت لری، خو حکومت هغه بی له داوطلبی او په کښتی نرخ سره الکوزی شرکت ته خرڅ کړی دی.


د مطلب کود: 145082

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/145082/الکوزی-شرکت-ته-د-ځمکی-خرڅولو-قرارداد-لغوی-لپاره-مجلس-تصمیم-په-وړاندی-سنا-دریدنه-مختلط-کمیته-باید-جوړ-سی

آوا
  https://www.avapress.com