سعودي عربستان او مصر له پخواني ولسمشر حامد کرزي څخه وغوښتل تر څو د قطر پر خلاف د دوي له دریځ څخه ملاتړ وکړي.
د صدای افغان خبری آژانس، د پخواني ولسمشر له دفتر څخه په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلی، چې په افغانستان کې د سعودي عربستان شارژ دافیر او د مصر سفیر له ښاغلي کرزي سره د کتني په ترڅ کې وغوښتل چې د قطر پر خلاف له سیاسي او اقتصادي بندیزونو څخه خپل ملاتړ وښیي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د هېواد پخواني ولسمشر د مسلمان هېوادونو ترمنځ پر یووالي ټینګار وکړ او د دغو هېوادونو پر وړاندې یې خپل ملاتړ څرګند کړی چې له تروریزم څخه ملاتړ کوي.
د راپورنو له مخې، د قطر پر حکومت د فشار اچولو لپاره ګاونډي هېوادونو د سعودي عربستان او مصر په ګډون پر دغه هېواد سرحدونه بند کړي دي.
سعودي عربستان او مصر پر قطر تور لګوي چې دغه هېواد د تروريستي ډلو او له ايران سره تړاو او اړیکې لري او له دې امله پر قطر سياسي او اقتصادي بنديزونه لګولي دي.