دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۱۹
د مطلب کود : 144757
دهلمند سامینار دښته کې د موټر بم چاودنه ۵ تنه وژل شوي
په هلمند ولایت کې یوه ځانمرګي بریدګر د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو پرجلا شوې ډلې د موټر بم په مرسته ځانمرګی برید کړی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، سیمه ییز چارواکي زیاتیوی، په هلمند کې د وسله والو طالبانو یوې ډلې پر بلې ډلې طالبانو ځانمرګی بریدکړی دی.
د هلمند ولایت چارواکی ویلی، ددی ولایت د ګرشک ولسوالۍ په سامینار دښته کې د چهارشنبي ورځ د موټر بم چاودنه شوې ده.
د هلمندولایت د والي ویاند عمر ځواک په دی اړه وایی، چې د یاد پېښه نن سهار شاخوا ۷ بجې ددی ولایت د ګرشک ولسوالۍ په سامینار سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د هلمند د والي ویاند وایی، دا برید د ملا رسول تر مشرۍ لاندې د طالبانو پر بېلې شوې څانګې ترسره شوی دی.
هغوی ویلی، چې په دې پېښه کې ۵ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
https://avapress.com/vdcdko0f5yt0o56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته