دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۳۷
د مطلب کود : 144679
چین د لومړي ځل لپاره غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوله وکړي
د افغان ولسمشر غني ویلی، چین د لومړي ځل لپاره غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوله وکړي.
د افغان غږ (افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د افغان ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر دغه خبرې، د دوشنبي په ورځ په ارګ کې د ښځو د حقونو له ځينو فعالانو سره په کتنه کې کړې دي.
ولسمشر غني ویلي، چې له پاکستان سره سوله زموږ غوښتنه ده او دولت په دولت باید دا موضوع حل شي.
ولسمشرۍ ماڼۍ دوشنبې ورځ د خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې د چین بهرنیو چارو وزیر د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو ښه کیدو په موخه له افغان چارواکو سره کتنه او خبرې کوي.
خبرپاڼه زیاتوي:"دا څلور اړخېزه ناسته به له نورو ناستو سره توپیر ولري ځکه چې په دې غونډه کې پاکستان باید د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان له سیاست څخه ملاتړ وکړي."
ارګ وايي، په دې وروستیو میاشتو کې له ترهګرو څخه د پاکستان ملاتړ اړوند سندونه یې ناټو، د متحده ایالاتونو کانګرس او نورو بنسټونو ته سپارلي دي او که اړتیا وه نو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته به یې هم وړاندې کړي.
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي چې پاکستان اوس‎مهال د نړیوال تر فشار لاندې دی، نو له همدې امله یې د لومړي ځل لپاره خپله د خبرو اترو غوښتنه کړې ده.
چین هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ښې شي، په همدې موخه ټاکل شوې ده چې د چین د بهرنیو چارو وزیر لنډ وخت کې کابل ته راشي
ټاکل شوې ده چې د چین د بهرنیو چارو وزیر، وانګ‎ یي د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د درې اړخیزې غونډې د جوړیدو لارو چارو لپاره ډېر ژر کابل ته راشي.
https://avapress.com/vdcgut9qyak9t34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته