کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار ولایت کي ۳ امریکايي سرتیری د افغان سرتېري په ډزو کې وژل شوي

21 جوزا 1396 ساعت 16:14

په ننګرهار کې دې امریکايي سرتېري د افغان کمانډو په بریدکې وژل شوي دي.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، د افغانستان د سپينې ماڼۍ ویاند شان سپایسر په دی اړه ویلی، د ملي امنیت کارکوونکو په دې اړه ولسمشر ټرمپ ته معلومات ورکړي دي او همدا راز د افغانستان د اوضاع په اړه ورسر غږېدلي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي هم په دی اړه رسنیو ټه وایی، چې تېره ورځ یوه افغان سرتېري د یاد ولایت په اچین ولسوالۍ کې پر امریکايي ځواکونو ډزې کړې دي.
هغوی زیاتیوی، بریدکوونکی سرتېری د ملي اردو ځانګړو ځواکونو له ډلې وه.
هغوی زیاتیوی، چې پرون یوه افغان سرتیري په ننګرهار ولایت کې پر بهرنیو ځواکونو ډزې کړې دي چې له امله یې ۳ امریکایان وژل شوي دي.
د برید لامل تراوسه نه دی څرګند دا چې یاد سرتېري ولي پر امریکايي سرتېري ډزې کړې دي.


د مطلب کود: 144562

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/144562/ننګرهار-ولایت-کي-۳-امریکايي-سرتیری-د-افغان-سرتېري-په-ډزو-کې-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com