کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالله عبدالله:

که استعفا موثره واقع سوی وای، استعفا به می ورکړي وای/ پر لاریون کوونکو باندی ډزی د بخشلو وړ نه دی

14 جوزا 1396 ساعت 9:19

عبدالله عبدالله، د هیواد اجرایی رئیس په کابل کی د جنازی په مراسمو کی د چاودنو وروسته په یو خبری ناسته کی حضور وموند.


د افغان غږ آوا په ګزارش سره، ښاغلی عبدالله په دی ناسته کی د خبرنګاری پوښتنو په ځواب کی وویل که د هغه استعفا موثره واقع کیدلای، استعفا به ورکړی وای.
هغه په همدی حال کی ټینګار کوی: که موږ د خلګو درد او رنج احساس نه کړو، حق نه لرو په دی موقفونو پاته سو، د هیواد مشرانوپه حیث، موږ ځینی مسوولیتونه لرو چی خلګو لپاره امنیت ساتل هم پکښی شامل دی.
دا په داسی حال کی چی د عبدالله عبدالله او اشرف غنی استعفا د لاریون کوونکو اساسی غوښتنو څخه دی؛ هغه لاریون چی تاوتریخوالی باندی بدل سو او څو تنه وژلی او ټپیان پرځای پریښودله.
ښاغلی عبدالله په شدت سره د هغه کسانو څخه نیوکه وکړه چی لاریون کوونکی باندی ډزی وکړی او وویل:په لاریون کی پر لاریون کوونکو باندی برید د بخشلو وړ نه دی بی څیړنه نه پاتیږی.
هغه په دی بیان سره چی ډیر ژیر په دی برخه کی څیړنی شروع کیږی، زیاته کړه: هغه امنیتی موظفین چی غفلت وکړ او لاریون کوونکو باندی د ډزو امر کړی دی، قانونی چلند صورت نیسی، دا باور خلګوته ورکوم.
د هغه په وینا، دا موضوع د امنیت شورا ناسته کی بحث ورباندی سوی دی او جدی تدابیر به تر لاس لاندی ونیول سی.
اجرایی رئیس د تیری ورځی چاودنی په اړه هم خبری وکړی او وویل چی هغه دری پرله پسی چاودنی چی د لمونځ کوونکو په صفونو کی ځای پرځای سوی وو، د جنازی لمونځ په دوهم تکبیر کی ځان ته چاودنه ورکړه. هغه زیاته کړه چی د تیری ورځی چاودنی په اړه باید څیړنی وسی او با مشخصه سی چی څنګه دری انتحاری کوونکی ځان د جنازی مراسمو ته رسولی دی.
دری انتحاری کوونکی تیره ورځ د سالم ایزدیار د جنازی په مراسمو کی ځانته چاودنه ورکړه، په دی چاودنو کی شپږ تنه وژل سوی او ۸۷ تنه ټپی سوی دی.
په  دی سره سره عبدالله عبدالله دی باندی ټینګار سره چی لاریون د خلګو حق دی، د خلګو څخه وغوښت ترڅو د هیواد حساس شرایط درک کړی.
عبدالله زیاته کړه: افغانستان ظالمانه تیری لاندی قرار نیولی دی. زما غوښتنه داده چی د افغانستان شرایطو ته په کتو سره لاریون کوونکی خپل غوښتنی داسی مطرح کړی چی دشمنان ددی وضعیت څخه ډیر ګټه وانه اخلی.
اجرایی رئیس همدارنګه د لاریون کوونکو څخه وغوښته چی په څیړنوکی برخه واخلی او خپل برحقه غوښتنی تر اخیره پوری ولاړ سی.


د مطلب کود: 144104

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/144104/استعفا-موثره-واقع-سوی-وای-می-ورکړي-پر-لاریون-کوونکو-باندی-ډزی-د-بخشلو-وړ-نه-دی

آوا
  https://www.avapress.com