د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې ۸ طالب وسله وال وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
هلمند کې ۸ طالب وسلهوال وژل شوي دي
9 جوزا 1396 ساعت 10:43
د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې ۸ طالب وسله وال وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی،
د هلمند ولایت سیمهييز چارواکي نن( سېشنبې د غبرګولي۹مه) وايي چې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې ۸ طالب وسلهوال وژل شوي دي.
د والي ویاند، عمر ځواک څرګندوي چې دې عملیاتو کې د یاد شمېر وسلهوالو وژل کېدو ترڅنګ یو شمېر نرو ټپيان دي.
ښاغلي ځواک وايي چې افغان ځ،کونو تېره ورځ دهلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو پټنځایونه په نښه کړل.
ده د عملیاتو پر مهال افغان ځواکونو ته د زیان اوښتو په اړه څه ونه ویل.
طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.
د مطلب کود: 143855